IQNA

د نبیانو روزنیزه روده؛موسی(ع)/۱۳

 د حضرت موسی(ع)په تربیتي رودې کې د استدلال کارول

7:12 - July 17, 2023
د خبر لمبر: 3487639
ایکنا-(تهران) استدلال او دلیل راوړل هغه تر ټولو پیاوړي روزنیزه روده چې الهی پیغمبرانو ئې بنسټ کیښودلی دی.

یوه هغه روده چې په وسیله ئې د انسانانو تربیّت کیدلی شي، د استدلال او دلیل بیانول ئې دی .ځیني  انسانان سره له دې چې  اعتقاد یا هماغه ایمان ولرل شي او یا نه ،د لوړ تفکر قدرت او سوچ فکر وړتیا لری .څرګنده ده  ددغه شان کسانو  روزنیزه روده  له هغو کسانو سره چې د بې چون و چرا  پیروکونې اوتقلید  کونې خوي  او اخلاق لري،یوشان نه دي.معمولا له هغو رودو چې د هردواړوډلو  لپاره  مخصوصا د لومړئ ډلې  لپآره  استفاده کیږي، استدلال کول دي.

روزونکی یا استاد چې د استدلال  قدرت ولرل شي،د خپل مخالف له خبرو هیڅ ویره نه لري،هغو ته فرصت ورکوي چې  خپلې خبرې وکړي او له آوریدو وروسته ئې،په دلیل سره مخه نیسي  او د  هغو د نیمګړتریاؤ ځواب ورکوي.  په تعلیم او تربیّت کې  د مور بلار او استاد یا مربی  ترټولو اساسي دنده  چې یو داسې ترټولو حساس کار دی چې  دوي  په غاړه اخستی دی ،د روزونکو له تیروتنو سره په مخامخیدا کې غوره چلند او  دهغوي د ناسم چلد بدلول دي . ځکه که دغه چاره له عقلانیّت او سمو رودو اولارو پرته ترسره شي، نو ممکنه ده  چې  د روزونکي پر روحیاتو  به نه جبرانیدونکي تاوانونه وتپي او په نتیجې کې به مربی د روزنې په چارې کې هم بریالی نه وي.

که مونږ روزونکي ته قانع کونکي دلیلونه وړاندې کړو، او هغه د خپل ځيږعمل له نتیجو خبر  کړو،نو معمولا د مونږ خبره  مني ، خو که  روزونکي یا استاذان  له دې پرته چې  متوجه شي ،او  او تیروتنې کونکي چلند غلط شون او یا ناخوښه علت  هغه ته توضیح ورکوونو په زور  اوسرزورئ سره غواړي چې هغه دغه عمل او کار پریږدي ،او د هغه له پوهولو پرته  هغه دچلند بدلولو ته اړباسي  چې معموملا  ښئ اغیزې  هم ه ری او هیڅکله هم د روزونکي په چلند اصلاح اوبدلون نه لیدل کیږي او کله کله خو دهغه تیروتنې نوره هم زیاتیږي.

حضرت موسی علیه لاسلام د یوه الهي پيغمبر په توګه له دې رودې څخه استفاده کړې ده چې په قرآن کریم کې  هم انعکاس ورکړل شوی دی؛  او (یاده کړئ) هغه زمانه   چې ومووئيل، ائ موسی!هیڅکله  حاضر نه یوو  په یوډول خواړو بسنه وکړو،  له خپل خدایه  وغواړه ،له هغه څه چې پر مځکه  ئې راټوکوي،،له سبزیانو وا بدرنګو  او اوږې ، دالونو او پياز او داسې نوره راته برابرې کړي:: موسی ووئيل،  ایا  دښو خواړو په ځاي  لا بیکاره خواړه خوښوئ؟( اوس چې  دغه شان ده ،نو هڅه وکړه، له دغې دښتې ) یوه ښار ته لاړشئ:ځه  هرڅه وغواړئ، هلته د تاسو لپاره شته ::  او (مُهر) ذلت او ضروت، دهغوي پر تندني  ووهل شو  او بیا د خدای له قهر سره مخ شول، ځکه چې دوي  د الهي آیتونو په باب کفر  وکړ،او پیغمبران ئې په ناحقه وژل.دا په دې خاطر ووچې ګناهګار او تیری کونکي وو.(د بقرې سوه-۶۱).

په دغه آیت کې د بنی اسرائيلو لپاره دوه منطقي استدلالونه راول شوي دي چې که  دوي  ورته متوجه کیدلی باید چلند ئې بدل کړی وئ.

1  د خواړو د بدلولو لپاره دبنی اسرائيلو غیر منطقي غوښته، دحضرت موسی غبرګون: آیا د لاښو خواړو په ځاي لا بیبکاره  او بد خواړه ټاکئ؟

  1. درخواست غیر منطقی بنی اسرائیل برای تغییر غذا؛ واکنش حضرت موسی: آیا غذای پست‌تر را به جای غذای بهتر انتخاب می‌کنید؟
  2. د بنی اسرائيلو پلمو لټول

الف؛ دخداوندمتعال له حکمونو سرغړول او کفر کول او له توحیدڅخه انحراف  د شرک په لور

ب: د پیغمبرانو وژل او لاهي قوانینو ته بې پروائي.

 ددغه استدلال په اساس باید اسرائيلو   په دغو  دوو موردونو عمل کولی ،یعنی دخداي له حکمونو ئې سرغړونه نه کولی او پیغمبران ئې نه وژلئ څو خوار او ذلیل  نه وائ ،خو  په عین حال کې په دوي کې هیڅ بدلون نه راغی  اوونه ژغورل  شول .  

captcha